د اسراييل جنګي اقتصاد

د امپرياليزم تاريخ ښيي چې ټولو سترو امپرياليستي هېوادونو خپل نظامي سکتور د خپل اقتصاد د يوې مهمې برخې په توګه وده کړې. دا نن هم د امريکا، بريتانيا، فرانسې، روسيې او چين په اړه هم همداسې ده او د شلمې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې د جرمني، جاپان او شوروي اتحاد په اړه هم همداسې وه.

د دوېمې نړيوالې جګړې (۱۹۳۹-۱۹۴۵) په موده کې د امريکا په اقتصاد کې د جنګ سکتور(war sector) واکمن و او د امريکا په اقتصاد کې يې نسبي وزن اوس هم خورا لوړ دی خو اوس مهال د پام وړ نه دی. د دې په مقابل کې د جنګ اقتصاد(war economy) په اسراييل او شمالي کوريا کې د دوی د تاريخ په اوږدو کې (تقريبا له ۱۹۵۰ څخه تر نن ورځې) غالب پاتې شوی.

WGAE غوښتنه کوي چې جهادي سکتور دې د افغانستان د اسلامي امارت د ملي اقتصاد د تلپاتې واکمنې برخې په توګه وده وکړي. په دې ليکنه کې به موږ انشاالله تشريح کوو چې په اسراييل کې جنګي اقتصاد څنګه تنظيم شوی ترڅو په سيسټماټيک کچه خپل دايمي تسلط تضمين کړي. موږ هيله لرو چې دا تحليل(تجزيه) به د اسلامي حکومت د پاليسي جوړونکو فکر ته ډير مهم څه وړاندي کړي.

  1. د اسراييل جنګي ستراتېژي

اسراييل د يو جنګی دولت په توګه تاسيس شوې چې د نکبه (۱۹۴۸-۴۹) په وخت کې يې مليونونه مسلمانان وشړل او عرب لښکرو ته يې ماتې ورکړه. د اسراييل د جنګی اقتصاد وده د اسراييل د تاريخ په اوږدو کې د هغه د ملي، سياسي، ټولنيز او اقتصادي پراختيا مرکزي برخه وه. د جنګي اقتصاد تنظيمول د د اسراييل د پاليسۍ ترټولو مهم لومړېتوب پاتې دی تر دې چې په نسبي ډول په دې وروستيو کې ډېری عربي دولتونه د اسراييل لخوا د دايمي دښمنانو په توګه پېژندل شوي او پاليسي جوړونکو يې په منظمه توګه د اسراييل او د هغه دايمي دښمنانو د نفوس او فزيکي سرچينو اساس کې په نا متناسبتوب ټينګار کړی. د وسلو لپاره د سرچينو اعظمي تحرک د اسراييل د اقتصادي پاليسي جوړونکو دايمي ځانګړتيا پاتې شوې.

سره له دې، دا خبره تل تسليم  شوی چې ملکي اقتصاد او د هغې وده د جنګي هڅو لپاره اړين بنسټ چمتو کوي. دا د دې لامل شوی چې په جنګي زيربنا باندې اقتصادي محدوديتونه په احتياط سره په پام کې ونيول شي او جنګي اقتصاد له کميتي (quantitative) څخه کيفيتي (qualitative) پراختيا ته په ټينګار کې بدلون راشي. دا هم پېژندل شوي چې جنګي هڅو ته دوام ورکول نه يوازې نظامي ځواک پېژني بلکې ټولنيز او اقتصادي ملاتړ هم. نو په پوځ باندې لګښت هم د لوړ او معياري ژوند معيار چمتو کولو اړتيا له امله محدود شوی دی. ځکه چې بالاخره اسراييل يو مثالي سرمايه دار دولت دی.

د اسراييل د ملي امنيت نظريه (national security doctrine) په دې مفکوره ولاړه ده چې په جنګ کې ماتې په هيڅ حالت کې د زغم وړ نه ده. داسې احساس شته چې که اسراييل په جنګ له ماتې سره مخ شي نو شتون (وجود) به يې ختم شي. د دې تر څنګ دوې په دې باور هم دي چې له مسلمانانو سره جنګ هېڅکله نه شي ختمېدای. د جنګونو تر منځ موده لنډه يا اوږده کېدای شي خو د جنګ ګواښ تلپاتې وي. د دايمي جنګ لپاره دا ژمنتيا د ملي ځان بسياينې لپاره ژمنتيا منعکس کوي – سره له دې چې اسراييل ته د ۱۹۶۰ لسيزې له نيمايي راهيسې د امپرياليستانو لخوا پراخه نظامي او ملکي مرستې ترلاسه شوي. دا مرستې د يو لوی او خورا پيچلي ملي جنګي صنعتي کمپليکس د پراختيا لامل شوی. د ځان بسياينې جګړې هڅو ته ژمنتيا د نړيوال امپرياليستي نظم سره د نظامي او اقتصادي ادغام ، د يهودي نړۍ (world Jewry) په مرسته او د متحده ايالاتو امپرياليستي ملګرو باندې د ورلډ جيوري غېر معمولي فشار سره متوازنه شوې.

د اسراييل جنګي سکتور په دوامداره توګه د امريکايی جنګ ماشين لپاره د لومړۍ کرښې بفر جوړښت (buffer formation) په توګه کار کوي.

اقتصادي پاملرنې د دې لامل شوې چې اسرايل نسبتا لږ دايمي پوځ ولري او تر ډېره حده په رېزرو او کنسرپټ ځواکونو تکيه کوي. اسراييل يو کمزوری اقتصاد دی او د سيمه ايز ستراتېژيک چمتووالی ساتل ستونزمن کار دی. له همدې امله د اسرايل د امنيت نظريه د نسبتا لنډې مودې د جنګونو لپاره په لومړيتوب باندې تاسيس شوې چې د لنډ مهاله پرېكنده  برياوو لامل کېږي پداسې حال کې چې د اوږدې مودې لپاره د مخنيوي (deterrence) وړتياوې ساتي. برياليتوب د دښمن په خاوره کې د جګړې د لېږدولو وړتيا په توګه ليدل کېږي.

په دې توګه د جنګ نظريه (war doctrine) د بريد او دفاعي ستراتېژۍ عناصر سره يوځای کوي. د بريد کولو ستراتېژي چې احتمالي بريدونه پکې شامل دي ارزانه ليدل کېږي په ځانګړي توګه ځکه چې دا په چټکۍ سره جګړه د دښمن خاورې ته لېږدوي چې د اسراييل د ملکي اقتصاد لګښتونه کموي. سره له دې په لوېديځه غاړه کې د سرحدي مېشتځايونو پر بنسټ يو ځمکنې دفاعي سيسټم رامنځته شوی دی. لکه څنګه چې دغه مېشتځايونه زياتېږي، دفاعي جنګ ستراتېژي خورا عملي کېږي. د دفاعي وړتياوو لوړول د کورنيو زيرمو د موجوديت له امله محدود وو، په داسې حال کې چې د بريد وړتياوې د امريکا په پوځي مرستو پورې تړلې وې چې له ۱۹۶۷ راهيسې يې په چټکۍ سره وده کړې ده.

د جنګي سکتور د اغيزناکۍ(موثريت) زياتوالی د پاليسۍ يوه لويه اندېښنه وه. دا د جنګي سکتور په پراختيا کې د کميت په پرتله کيفيت ته د لومړيتوب لامل شو. د جنګي سکټور د توکو ان پټ او د توليد د اغېزمنو ټيکنالوژيو پراختيا ته لومړيتوب ورکړل شوی. په جنګي سيسټم کې تنظيمي بدلونونه د ملکي اقتصاد لپاره د سرچينو استخدام لګښت کمولو لپاره پېل شوي. جنګي ټيکنالوژۍ په دوامداره توګه ښه شوې او د روزنې پروګرامونه لوړ شوي دي. په جنګي سکتور کې د فاکتور توليد (Factor productivity) په دوامداره توګه لوړ شوی. د ګومان شوي دښمن دولتونو په پرتله د تخنيکي وړتيا ساتل د پاليسۍ يوه مهمه انديښنه پاتې شوې ده.

د پرمختللو جنګي سيسټمونو لاسته راوړنه د جګړې په بودېجه کې په ډراماټيک ډول زيات شوي. د وسلو د سيسټم په پراختيا کې په ځانګړې توګه د لارښود توغنديو (guided missiles) په پراختيا کې داخلي څېړنې په زياتېدونکي توګه کارول کېږي. د اسراييل څېړنيزه ټولنه په ځانګړي توګه هغه  چې په بريښنايی، کمپيوټر ډېټا او سينسر صنعتونو کې اختراع شوي د جګړې په سکتور کې د فاکتور توليد په وده کې کلېدي رول لوبوي.

  1. د اسراييل جنګي هڅې او اقتصاد

جنګي سکټور هيڅکله د اقتصادي ودې يا اقتصادي ثبات په وړاندې د خنډ په توګه نه دی ليدل شوی. په ۱۹۸۹ کې د جګړې اړوند ټول لګښتونه د اسراييلو د نا خالص ملي توليد (GNP) ۸.۲۷ سلنې سره مساوي وو. د کلونو په اوږدو کې په داسې حال کې چې د جګړې لګښتونه په نسبي شرايطو کې زيات شوي دي، په ملي توليد(نيشنل اوټ پټ) کې يې ونډه معياري شوې ده. د نظامي پانګې او ناخالص پانګې جوړونې تناسب په دوامداره توګه لوړ شوی، مګر دا څرګنده شوې چې د جګړې لګښتونه د کارموندنې صنعتي او تخنيکي پرمختګ او د صادراتو وده رامنځته کوي. د جنګي لګښتونو وده په لويه کچه د کورني مصرف په لګښت کې ليدل کېده نه د ملکي سکتور پانګوونې لګښت. د جنګي لګښتونو زياتوالی چې په مصرف باندې اغېزه کوي د دولت لخوا چمتو شوي فلاحي خدماتو کمول دي.

د جنګي لګښتونو تمويل د پورونو پر ځای د مالياتو له لارې د غوره په توګه ليدل کېده ځکه چې پورونه عامه پورونه زياتوي او پرمختګ نشي کولی – د بېلګې په توګه پورونه د وېش منفي اغېزې رامينځته کوي. په اسراييلو کې د جنګي  لګښتونو د عايد وېش اغېزه نسبتا معتدله پاتې شوې وه – که څه هم دا په بشپړه توګه نه ده څېړل شوې.

د جګړې د لګښتونو د مثبتې ودې هڅې نه یوازې د کارموندنې له لارې بلکې په عمده توګه د پوځي صنعتي کمپلیکس د پراختیا له لارې دي چې تخنیکي پرمختګ یې وده کړې، واردات کم کړي او د صادراتو په وده کې یې د پام وړ مرسته کړې. د جنګي لګښتونو د ودې او د مجموعې پانګې اچونې تر منځ اړيکه لږه وه خو منفي نه ده. هيڅ داسې شواهد شتون نلري چې د جنګي سکټور د لګښتونو څخه کمې شوي سرچينې به د ملکي سکتور پانګونې ته لاره ومومي. دا په ډاګه شوې چې د جنګ اړوند لګښتونو کمول د اسراييل د اقتصاد د ودې هڅولو لپاره يو ترکيب نه دی پاتې شوی.

د دفاعي لګښتونو وده په ځانګړې توګه د ۱۹۸۰ لسيزې په اوږدو کې د انفلاسيون فشار رامينځته کولو کې مرسته کړې ده. په دې توګه د جنګي لګښتونو اصلي مثبت وده د ټيکنالوژۍ او کارموندنې وده ده. په اسراييلو کې د جنګي لګښتونو وده د ټيکنالوژيکي پرمختګ په برخه کې او د بېکارۍ په مخنيوي کې د پام وړ مرسته کړې ده په ځانګړي توګه د پخواني شوروي اتحاد څخه د يهودانو لوی جريان جذب کول چې په ۱۹۹۰ لسيزه کې اسراييلو ته مهاجر شوي. د جنګي تجهيزاتو صادراتو د ملکي سکتور اسراييلي توليداتو د پلور لپاره نوي بازارونه هم پرانستي دي.

په اسراييل کې د جنګي لګښتونو وده د ګاونډيو لومړۍ کرښې هېوادونو د جنګي لګښتونو، د کورنيو ټاکنو کمپاينونو، او د نظامي عرضه کونکو شرکتونو ګټې د ودې  لخوا اغېزه شوې. د جنګي لګښتونو او GNP اوږد مهاله لچک مثبت او د يووالي څخه لوی دی. د ګاونډي دولت په پرتله د اسراييلو د جګړې لګښتونو لچک مثبت مګر د يووالي په پرتله ټيټ و. دا هم ښودل شوي چې د امريکا نظامي مرستې د اسراييلو د جګړې په ټول لګښتونو اغېزه نه کوي – دا په عمده ډول د هغې جوړښت اغېزه کوي.

د جنګي هڅو مديريت د ماليې وزارت او د دفاع تاسيساتو (د دفاع وزارت او د اسراييلو دفاعي ځواکونو څخه جوړ دی) لخوا ترسره کېږي. د ماليې وزارت جنګي لګښتونو ته هر اړخيزه کتنه کوي او هڅه کوي چې د امکان تر حده په دفاعي بودېجه کې د دفاعي لګښتونو کټګورۍ شاملې کړي. د لګښتونو پلان جوړونه په څو کلونو کې ده. د ماليې وزارت د بودېجې عمومي چوکاټ او د سيمه ايزو او بهرنيو مالي سرچينو ترمنځ د هغې د وېش څارنه کوي. دا د عامه سکټور په نورو برخو کې د جنګي لګښتونو اغېزې ټاکي ځينې واکونه هم کاروي.

د دفاع وزارت او د اسراييلو دفاعي ځواکونه د جګړې د بوديجې جزئيات ټاکي او په ابتدايي توګه د لوی اقتصادي اغېزو سره تړاو نلري. سره له دې د دفاع وزارت په کلکه د جګړې د سکتور د معلوماتو د کورنيو استملاک ملاتړ هم کوي. د اسراييلو دفاعي ځواکونه اکثرا د وارداتو لپاره د کورنيو توليداتو ځای په ځای کولو کې زړه نازړه دي. د ۱۹۷۰ لسيزې راهيسې د داخلي خدماتو بوديجې تخصيص باندې د دفاع وزارت کنټرول کم شوی او د عملياتي خدماتو (پوځ ، بحري ، هوايی ځواک ، استخباراتو) نفوذ پراخه شوی.

د خدماتو لويه خپلواکي د دې لامل شوې چې د داخلي توليد په پرتله د بهرنيو لاسته راوړنو غوره توبونه وده وکړي او د متحده ايالاتو په مرستو او وارداتو تکيه زياته شوې. دې کار په ملکي سکتور باندې د جنګي سکټور د ودې د اغېزو په اړه د پاليسي جوړونکو اندېښنې يو څه کمې کړې. په بهرنيو سرچينو تکيه کول په هرصورت په دفاعي تاسيساتو کې د فساد د ودې لامل شوي (the Dolan scandals) او نوښتونه د نظامي پرسونل او عرضه کونکي شرکت ترمينځ د مستقيم تماس مخنيوي لپاره اخيستل شوي.

د پوځي تجهيزاتو د حاصلولو سيسټم په تدريجي ډول مارکيټايزډ شوې. د لويو وسلو سيسټمونو لپاره د لايف سايکل لګښت تخنيکونه او بديلونه رامينځته شوي ترڅو د عملياتو، روزنې او ساتنې نور لګښتونه په پام کې ونيسي. پروکيومنټ رولز د عامه او خصوصي سکتور عرضه کونکو شرکتونو ترمنځ توپير نه کوي. په تېرو کلونو کې (تر ۱۹۶۷ پورې) اردو پخپله د توليد او خدماتو شرکتونه تاسيس کړل. مګر له هغه وخته راهيسې په ډېری مواردو کې آؤټ سورسنګ کول معمول ګرځېدلی.

آوټ سورسنګ ته دا بدلون د لګښت کمولو او د ملي اقتصاد په نظامي او ملکي برخو کې د تخصص د لوړولو لامل شوی. که څه هم پر بهرنيو سرچينو تکيه کول د پوځي سکتور د کارکوونکو تخنيکي وړتيا کمه کړې ده.


Notice: Function WP_List_Util::pluck was called incorrectly. Values for the input array must be either objects or arrays. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.2.0.) in C:\inetpub\vhosts\workinggrouponafghaneconomy.com\httpdocs\wp-includes\functions.php on line 5866

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *