( پاکستانی دہریہ جماعتوں کی افغان پالیسی )

د پاکستاني ملحد ګوندونو افغان پاليسي

په پاکستان کې دوه ډوله ملحد ګوندونه شتون لري يو هغه ګوندونه  دي چې د اسلام ښکاره دښمنان دي لکه پيپلز پارټۍ، ای اين پي او متحده قومي موومنټ او بل هغه ګوندونه دي چې اسلام د خپلې ملتپالې سياسي اجنډا يوه فرعي برخه ګڼي لکه پي ټي آی او مسلم ليګ.

دا دوه ډوله ملحد ګوندونه دوه شيان مشترک(يؤشان) لري. يو دا چې دواړه په سرمايه دارۍ عقلانيت باور لري او د دوی په نظر يوازينی مشهور منطق هغه دی چې په ملي کچه د پانګې غلظت ته وده ورکوي بله مشترکه ځانګړنه دا ده چې دواړه اسلام دوښمن او اسلام پلوه ملحد ګوندونه د امپرياليزم ( سامراج)محصول (پيداور)دي او د امپرياليزم په لاس جوړ شوي دولت کې د واک د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي. د دوی امپرياليستي لارښوونکي هم امريکا وي هم چين ، او هم روسيه خو امريکا د دوی لومړی کوښښ دی ځکه د امريکا تسلط د برتانوي امپرياليزم طبيعي تسلسل دی چې دغه ملحد ګوندونه يې پاللي دي.

د ملحد ګوندونو د همدغو مشترکاتو له امله د دوی د ملي ګټو مفهوم يو شان دی. د اسلام دوښمن او اسلام پلوه ملحد ګوندونو د ملي ګټو مفهوم دا دی:

۱. په پاکستان کې دې د سرمايه دارۍ نظام او اقتصاد په چټکۍ سره وده وکړي.

۲. د دې سرمايه دارې ټولنې او اقتصاد د چټک پرمختګ لپاره سياسي ثبات اړين دی.

۳. د سياسي او اقتصادي پرمختګ او ثبات لپاره، اړينه ده چې د هېواد نظامي وړتيا وده وکړي.

۴. د ارزښتونو نړيوال سرمايه دارۍ نظام به د پاکستان په ټولنه او اقتصاد کې مدغم کېدو ته دوام ورکوي او د پاکستان دولتي اشرافيه به په اسانۍ سره امپرياليستي غوښتنې او کرېډيټ ترلاسه کوي.د ملي ګټو په اړه دا ناسمه مفکوره د اسلامي تاريخ لپاره په بشپړه توګه بهرنۍ ده. لومړی دا چې اسلامي دولتونه چې د دواړو جهانو د سردار حضرت محمد صلي الله عليه وسلم د وخت نه تر د عثماني خلافت د نسکورېدو پورې دولس سوه کاله دوام لري، هيڅکله هم يو ملي دولتونه نۀ دي پاتې شوي. اسلامي دولتونه تل په هر ځای کې د شريعت اسلامي تر لاندي پاتې شوي او هر وخت يې موخه د شريعت د اهدافو ترلاسه کول و. وده او د پانګې غلظت ته وده ورکول د اسلامي دولت د تګلارې موخه نه وه او نه به وي، ځکه اسلام غوښتنه کوي چې اقتصادي عمل د ژوند د ګټلو وسيله وګرځي. د اسلامي دولت چارواکي د  خلکو استازي نۀ بلکې د رسول الله صلی الله عليه وسلم خليفه دي. دوئې د قانون حاکميت سرمايه ګذاري  ناممکنه کوي. بله دا چې اسلامي دولتونه تل او هر ځای جهادي دولتونه پاتې شوي دي. دوئې هڅه نه کوي چې د نړۍ په ځواکمن کفري نظام  کښې ځان ګډ کړي، بلکې د خپل پرله پسې يرغل له لارې هڅه کوي چې  کفري طاقتونه له خپلو پولو څخه شاته کړي. جهاد هغه دولتی وظيفه ده چې تر اوسه په تاريخ کښې هېڅ سلطان نه ده پرېښې تر دې چې د اکبر په څېر ګمراه پاچا هم دا وظيفه ترسره کړې ده. د پاکستان د ملحد سياسي ګوندونو د ملي ګټو د تصور او د دولتي ګټو د اسلامي تصور تر منځ بنسټيز توپير شته. د دې ګوندونو افغان پاليسي به د دوئې د ملي ګټو د تصور انعکاس وي. د دې تګلارې په پلي کولو کې يو متضاد اړخ شتون لري. له يوې خوا دغه ملحد ګوندونه که د اسلام دوښمن وي او که اسلام پلوه، هڅه به کوي چې د خپلو سرمايه دارۍ نظامی ګټو د ترويج فرصت له لاسه ورنکړي. دوئې به کوښښ کوي چې سوداګري او پانګونې  وده وکړې. له پاکستانه د راغلو افغان مهاجرينو د راستنېدو لپاره بايد انتظامات وشي. اسلامي حکومت بايد د پاکستان شمال لويديځ سرحدونه خوندي کړي (لکه څنګه چې د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ ترمنځ ترسره شوي وو). په تېره تېره دوئې به غواړي چې په افغانستان کې د هند نفوذ کمزوری شوی. خو د پاکستان د دغو ملي ګټو تر لاسته کولو لپاره به دوئې غواړي چې اسلامي حکومت لږ تر لږه په تدريجي ډول د سرمايه دارۍ له اصولو او مقرراتو سره عادت شي او دغسې به اسلامي حکومت د تاسيس او ثبات لپاره مبارزه په تدريجي ډول ختمه شي. په دې توګه، د پاکستان ملحد ګوندونه، که د اسلام دوښمن وي او که د اسلام پلوي، د يوې ګډې امپرياليستي مبارزې ملاتړ کوي چې د افغانستان اقتصاد او ټولنه په نړيوال پانګوال نظام کې مدغم کړي. عمران خان لا دمخه په دې هڅه کې دی چې په يو څه ډول طالبان د امريکا پوځي واکمني ومني. په افغانستان کې د امپرياليستانو په ګډون حکومت جوړ کړی شي چې د سامراج ګډاګيانو ته پکښې برخه ميلاو شي.دوئې غواړي چې هلته دې يو وار بيا د ائين سازۍ لوبه روانه شي. طالبان دې بايد د ازادۍ او بشري حقونو حرمت وپېژني او د هغوی ته دې د رعايت ژمنه وکړي. اقتصاد دې  بايد د خالص سرمايه دارۍ اصولو سره سم تنظيم شي. او طالبان دې اسلامي بانکداري د سرمايه دارۍ د ودې وسيله وګرځوئ. امپرياليستي يرغلګرو په ځانګړې توګه ملګري ملتونه او ادارو ته د افغانستان په ښوونزو او صنعتي سکتور کې د انحصاري کولو اجازه ورکړی شي او د طالبانو حکومت دې بايد  ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړي دغسې به د طالبانو حکومت  د جسم فروشۍ او فحاشۍ په لور ګامزن شي. په پاکستان کې ټول ملحد ګوندونه، که د اسلام دوښمن وي يا اسلام پلوه، سرمايه دار ګوندونه دي چې د امريکا سره ځانګړې تړاو لري. د دې ګوندونو د مشرانو  پېسې هم په امريکا کې دي، بچيان يې هم په امريکا کې دي او ذهنيت يې هم د امريکايانو جوړ دی. د دوئې سياسي ستراتيژي په بشپړه توګه د امپرياليستي غوښتنو او امپرياليستي پورونو پورې تړلې ده. دوی حتی د ملي خودکفايۍ تصور هم نشي کولی. دوی د نړيوال سرمايه دارۍ امپرياليزم يوه نه بيلېدونکې برخه ده. طالبان بايد په دې پوه شي چې امپرياليزم د دې وړتيا او اراده لري چې د پاکستان له رياستي نظام څخه د افغانستان د تخريب لپاره کار واخلي، خو دا لازمه نه ده چې امپرياليزم دې دغه هدف ته ورسيږي. د طالبانو لپاره ننګونه دا ده چې يوه داسې ستراتيژيکه تګلاره جوړه کړي او په عمل کې ئې راولي چې د پاکستان ملحد ګوندونه دې ته اړ کړې  چې په تدريجي ډول د خپلو ملي دفاعي او اقتصادي ګټو په خاطر په افغانستان کې د اسلامي دولت تاسيس ومني. دا يو ډېر ستونزمن کار دی.

 په دې لړ کښې لاندني ګامونه په پام کښې لرل پکار دي.

۱. افغان حکومت له پکار ده چې د پاکستان سره د يوه دفاعي تړون هڅه وکړي چې په ترڅ کې يې افغان حکومت ژمنه وکړي  چې طالبان به د پاکستان د شمال لوېديځو پولو ساتنه کوي او په بدل کښې به ئې پاکستان خپله خاوره  په هيڅ ډول د امپرياليستي پوځي پرمختگ استعمال ته نه ورکوي او په خصوصي توګه به د افغان پر ضد هغه امريکائي الوتکو ته اجازه نه ورکوي په کومو چې دا مهال د عمران خان حکومت سودا کوي.

۲. افغان حکومت بايد خپل پاکستاني سوداګري ملي کړي، يعنې پاکستان ته د افغان وارداتو(برآمدات) سوداګري او له پاکستان څخه صادرات(درآمدات) بايد د ملي بنسټونو په لاس کې وي. په افغانستان کې به په دې سوداګرۍ سره  د هېوادانحصار رامنځته شي.

۳. له پاکستان څخه د افغانستان په اقتصاد کې د پانګونې(investment) ټول پلانونه بايد د افغانستان له حکومت سره شريکه شي او د مشارکت او مضاربت له اصولو سره سم  شي. غېر شريکه او د سودي تجارت تړونونو ته بايد اجازه ورنکړل شي. د اسعارو(کرنسۍ) تبادله مديريت هم په غېر سودي اساس تنظيم کېدی شي.

د پاکستان د (دواړه سياسي او غېر سياسي)  اسلامي ګوندونو لپاره اړينه ده چې د پاکستان له حکومت څخه وغواړي چې په افغانستان کې د امپرياليزم د وسيلې له جوړېدو ډډه وکړي. له بده مرغه چې په دې برخه کې د پاکستان د اسلامي ګوندونو چلند نيمګړی پاتې شوی ځکه چې  دومره ستره جهادي تاريخي بريا د پاکستان په يؤ ګوټ کښې هم نۀ ده لمانځلی شوي. يوازې جمعيت علما اسلام د مسلم ليګ ن د غصې باوجود د طالبانو د حکومت په رسميت پېژندلو غوښتنه کړې ده. نور اسلامي سياسي ګوندونه پر حکومت فشار نه راوړي چې د خپلو لوېديځو پولو د خوندي کولو لپاره دې پاکستاني  حکومت طالبانو حکومت په رسميت وپېژني او د تړون له لارې دې زر تر زره خپل ستراتيژيک ژوروالی زيات کړي. دا د ټولو اسلامي ګوندونو او هم د هغو مخلصو مسلمانانو دنده ده چې د مسلم ليګ او تحريک انصاف سره تړاو لري، چې د خپلو سياسي مشرانو څخه دا غوښتنه وکړي چې په افغانستان کې د اسلامي دولت د تاسيس او ثبات لپاره کار وکړي. او امپرياليزم ته په ماتې ورکولو کښې خنډ جوړ نشي.

جاوېد اکبر انصاري


Notice: Function WP_List_Util::pluck was called incorrectly. Values for the input array must be either objects or arrays. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.2.0.) in C:\inetpub\vhosts\workinggrouponafghaneconomy.com\httpdocs\wp-includes\functions.php on line 5866

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *