امارات اسلامیہ میں بڑے پیمانے پر منصوبہ بندی کے انسٹی ٹیوٹ کے لئے اقدامات

موخې:

  1. د اقتصادي پاليسۍ جوړونې او پلي کولو پروسې له لارې د اسلامي ارزښتونو (توکل، صبر، انفاق) د پياوړتيا ډاډ ترلاسه کول.
  2. د ملي اقتصادي مديريت په پروسه کې د خلکو (په ځانګړې توګه هغه کسان چې د ۲۰۰۱-۲۰۲۱ کلونو په اوږدو کې يې د جهادي وسله والې مبارزې ملاتړ کړی) شاملول.
  3. د اسلامي حکومت  اقتصادي تګلارو او ستراتېژيوته  شهرت او د خلکو اقتصادي هيلو ته شکل ورکول.

د ډله ايزې کچې پلان جوړونې معرفي کول اړين دي ځکه چې د لوی اقتصاد مديريت طبيعي اغېزه د پانګوال انفرادي شخصيتونو رامينځته کول او پالنه ده. لکه څنګه چې يو اقتصاد وده کوي، خلک لا زيات خود غرض، لالچی او د خواهشاتو په لټه کې کېږي. اسلامي فضېلتونه – توکل، صبر، انفاق – په ټولنيز ډول بې ارزښته کېږي. دا د سرمايه دارۍ بازار عملياتو طبيعي پايله ده او په ټوله نړۍ کې پېښېږي. خلک يوازې د سرمايه دارۍ د حقوقو د لاسته راوړلو په فکر کې وي او معاش ته په معاد کې د فلاح د ترلاسه کولو د وسېلې په توګه نه ګوري.

که دا ډول انفراديت په ډله ايزه کچه غالب شي، يو اسلامي حکومت نشي ژوندی پاتې کېدی. که دا کار ته اجازه ورکړل شي، د طالبانو د حکومت اسلامي شخصيت به په تدريجي ډول له منځه لاړ شي او افغانستان به په يوه عادي واکمن سرمايه دارانه اقتصاد او د امپرياليستي حکومتونو تابع دولت شي. دا به د اسلامي تاريخ يوه ستره غميزه وي او هغه جګړه چې موږ د جنګ په ډګر کې ګټلې د اقتصاد په برخه کې به يې له لاسه ورکړو. له همدې امله موږ بايد ټول هغه څه وکړو چې په افغانستان کې په ډله ايزه کچه د پانګوالي انفراديت د ظهور او واکمنۍ مخه ونيسو. د دې هدف ترلاسه کولولپاره، دولت بايد د بازار اداره کولو لپاره يو بنسټيز مېکانېزم رامينځته کړي.

مارکيټ د سرمايه دارۍ د انفراديت د ساتلو لپاره يوه سرمايه دارۍ اداره ده. دا د دې هدف لپاره ټولنه استعمار کوي. دا مهال په افغانستان کې نيمه بېړنی حالت دی چېرې چې دوديز اسلامي بازار جوړښتونه اقتصادي راکړې ورکړې (transactions ) ترسره کوي. خو د روسي او امريکايي اشغال په څلوېښتو کلونو کې امپرياليستان په مالي سکتور او د صنعتي او خدماتي سکتورونو په څو برخو کې د مارکيټ د راکړې ورکړې په بنسټيز او مشروع کولو بريالي شوي دي. اوس امپرياليستان هڅه کوي چې داسې لارې تلاش کړي چي په مرسته يې زموږ د اجناسو او پېسو محلي بازارونه داجناسو او پېسو نړيوالو بازارونو کې مدغم کړي او بيا زموږ دغه دوديز بازارونه له مينځه يوسي. په ډله ايزه کچه پلان جوړونه د دې امپرياليستي ستراتېژۍ د ناکامولو او د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره يوه وسيله ده چې د افغانستان په اقتصاد کې پانګوال انفراديت غالب نشي.

د ډله ايزو پلان جوړونې بنسټيز کولو لپاره ګامونه

  1. په کابل کې د مرکزي پلان جوړونې کمېسيون او د مرکزي احصايې د ادارې جوړول چې کابېنې ته راپور ورکوی.
  2. د نهی عن المنکر وزارت لاندې د دعوت مجلس جوړول چې د پلان له کمېسيون سره تړاو لري.
  3. په لاندې کچه د پلان جوړونې کمېسيون د څانګو جوړول۔
  4. ټول صوبايي حکومتونه
  5. د ټولو ولسواليو حکومتونه
  6. په ټولو لويو توليدي واحدونو کې
  7. d.      په ټولو لويو بازارونو کې
  8. د احصايې دفتر او مرکزي دعوه مجلس هم بايد د ولايت، ولسوالۍ، محلي، فارم دفتر او بازار په کچه تاسيس شي.
  9. د ولسوالۍ، محلي، فارم او بازار په کچه د پلان جوړونې د کميسيون مسوولين بايد هغه مجاهدين او د هغوی فعال ملاتړي وي چې د جهاد په وسله واله مبارزه کې يې برخه اخيستې وي. دا چارواکي کولی شي په بشپړ وخت، نيم وخت يا داوطلبانه توګه خدمت وکړي. د ملي پلان جوړونې په دې پروسه کې د ښکيلو کسانو مجموعه – په هره کچه – بايد څو سوه زره وي.
  10. د دې لوی کاري ځواک تمويل به د پلان کولو ادارې(Planning administration) لاندې واحدونو محصولاتو او خدماتو باندې د مالياتو لګولو ته اړتيا لري. دا ماليات ممکن د دې واحدونو لخوا توليد شوي توکو او خدماتو نرخونو کې شامل شي.
  11. په اساسی کچو کې د پلان جوړونې اداره (چېرې چې ډېری پلان جوړونکي په کار بوخت دي) – د بېلګې په توګه په شرکت کې، د خدماتو دفتر او د بازار په کچه به په دې توګه ځان تموېل(self-financing) شي.
  12. د ملي، ولايتي او ولسواليو د پلان جوړونې د فعاليتونو تمويل بايد په ملي، ولايتي او ولسواليو کې په بودېجه کې شامل شي.
  13. د پلان کولو پروسه بايد لاندې مرحلې ولري:
  14. يوه مسوده، لنډمهاله، کلنۍ يا منځمهاله پلان بايد د ملي/مرکزي پلان جوړونې کمېسيون لخوا چمتو شي.
  15. دا لنډمهاله مسوده بايد د توليد، پانګې اچونې، کارموندنې او د اقتصاد په مهمو سکټورونو کې د لوی توليد / خدماتو توليد کونکو اوسني لګښتونو لپاره د پروژې هدفونه بيان کړي.
  16. دا مسوده، لنډمهاله پلان بايد د توليد / خدماتو واحدونو ته واستول شي چې مرکزي پلان د ولايتي، ولسواليو او محلي پلان جوړونې کمېسيونونو له لارې د توليد، پانګونې، کارموندنې او لګښتونو هدفونه ټاکلي دي.
  17. هغه واحدونه چې د توليد، پانګونې، کارموندنې او لګښتونو هدفونه يې وړانديز شوي بايد وغوښتل شي چې دا ارزونه وکړي چې آيا دا هدفونه ريښتيا دي او بيا يې د دوی د توليد، پانګونې، کارموندنې او لګښتونو وړتياوو او اړتياو سره سم تعديل کړي.
  18. د اساسی کچې توليد، پانګه اچونه، کار او لګښتونه بايد محلی، ولسوالی او واليتی پلان جوړونې دفترونو ته واستول شی، کوم چې د دې اساسی کچې وړانديز شوی توليد، پانګونې، کارموندنې او لګښتونو هدفونو د محلی، ولسواليو او واليتونو په کچه د پياوړتيا مسوليت لری.
  19. د سيمه ييزو او ولسواليو د پلان جوړونې دفترونه بايد دغه تدوين شوي ټوليز وړانديزونه د واليتي پلان جوړونې دفترونو ته واستوي چې د واليتونو په کچه يې همغږي کړي او د مرکزي پلان جوړونې کمېسيون ته يې وسپاري.
  20. د مرکزي پلان جوړونې کمېسيون بايد دا واليتي وړانديزونه يوځای کړي او د پلان وروستۍ مسوده خپره کړي چې د EIA په پلان کې د پلان کولو سيسټم لاندي  د ټولو لوی توليداتو او خدماتو واحدونو لپاره د توليد، پانګونې، کارموندنې او لګښتونو هدفونه په ګوته کوي.
  21. د پلان له صادرېدو درې مياشتې وروسته بايد د تطبيق بهير پېل شي. د بنسټ پلان جوړونې واحدونه – هغه چې په توليد (د خدماتو واحدونو) کې تاسيس شوي، بايد د محلي، ولسواليو او ولايتي دفترونو له لارې مرکزي پلان کمېسيون ته راپور ورکړي.
  22. د توليد، پانګې اچونې، کارموندنې او د هر واحد لپاره د لګښتونو هدفونه تر کومه حده پوره کېږي .
  23. د اهدافو په پوره کولو کې د نيمګړتياو لپاره لوی لاملونه، که کوم وي،.
  24. د پلان جوړونې د پاتې مودې لپاره د توليد، پانګې اچونې، کارموندنې او لګښتونو اهدافو تعديل.
  25. د توليد / خدماتو واحد د کارمندانو او پېرودونکو په مذهبي او روحاني ژوند باندې د اقتصادي او مديريت پاليسيو اغيزه.
  26. د واحد د کار ګمارونکو او پېرودونکو ترمنځ صبر، توکل، انفاق ته وده ورکولو لپاره د اقتصادي پاليسيو د تعديل / لوړولو وړانديزونه. د معلوماتو راټولول او تحليل کول بايد د دعوه مجلس مسؤليت وي چې په ټولو لويو توليدي او خدماتو واحدونو او بازارونو کې شتون لري. د دعوت مجلس فعاليت د XI لاندې ليست شوي دي.
  27. د پلان پلي کولو واحد راپورونه به محلي، ولسواليو او واليتي پلان جوړونې دفترونو ته د يوځای کولو لپاره استول کېږي.
  28. د دې واحد په کچه د يو يوځاي کړې شوي پلي کولو راپورونو په رڼا کې د مرکزي پلان جوړونې کمېسيون به ټول پلان شوي هدفونه په نيم کلن يا کلني اساس بياکتنه کوي.
  29. د دعوه مجلس د واحد په کچه دندې په لاندې ډول دي:
  30. د روانې ښوونې او روزنې له لارې ديني او معنوي شعور ته وده ورکول چې په دې ټينګار کوي چې معاش يوازې په معاد کې د فلاح لاسته راوړلو وسيله ده.
  31. د هغو کليوالو او قبايلي دودونو او رواياتو د شرکت(دفتر) سره تنظيمول چې له شرعي احکامو سره په ټکر کې نه وي.
  32. د شرکت/دفتر او د پېرودونکو ترمنځ د اسلامي حکومت د پاليسيو ملاتړ او دفاع.
  33. د کارمندانو او پېرودونکو په معنوي/مذهبي ژوند کې د بدلونونو څارنه او په دې اساس د درې مېاشتني راپورونو چمتو کول.
  34. د واحد کارمندانو ته د ټولو روغتيايی او ټولنيزو ملاتړ خدماتو وېشل پدې توګه د بدن وده د رواني او روحاني روغتيا سره تړاو لري.
  35. د کار وزارت او نورو دولتي چارواکو ته د واحد د کارمندانو او پېرودونکو د ريښتينې شکايتونو استازېتوب. د دعوه مجلس مشري به د سيمې يو پېژندل شوی بزرګ کوي. په دې کې به د واحد کارمندان، لوستي پېرودونکي او قومي مشران شامل وي. د مرکزی دعوه مجلس مشر به د نهی عن المنکر وزير يا د حضرت اميرالمومنين  استازی وی.
  • دا پلان به د کابينې لخوا د مرکزي پلاننګ کمېسيون او مرکزي دعوه مجلس دواړو په سپارښتنې تصويب کېږي کوم چې به  د شريعت د نفاذ او معاش په معاد کې د فلاح د ترويج لپاره د يوې وسيلې په توګه عامه شعور ته وده ورکولو باندې د شريعت اغېزې څېړي.

پايله:

پلان جوړونه د بازار د حاکميت او د هېواد په اقتصادي ژوند کې د سرمايه دارۍ ارزښتونو (حرص او حسد) د غلبې د مخنيوي لپاره يوه اړينه وسيله ده. دا د نړيوال سرمايه دارۍ اجناسو او مالي بازارونو ته د ملي اقتصاد د امپرياليستي تسلط د مخنيوي لپاره هم اړينه وسيله ده. د دې موخو لپاره په مؤثره توګه د پلان جوړونه بايد په دوامداره توګه روانه ډله ايزه پروسه وي. دا ډول پلان جوړونه به ډېره اسانه شي که چېرې حکومت لږترلږه د هغو واحدونو د نرخونو او کرېډيټ سيسټم کنټرول ولري چې د پانګونې، کارموندنې او لګښتونو توليد يې پلان شوي وي. د نرخونو کنټرول د کورني بانکدارۍ سيسټم عاجل ملي کولو ته اړتيا لري کوم چې اوس مهال د پېسو او کرېډېټ وېشلو توان لري. نو په عاجله توګه دا اړينه ده چې دولت په خپله د اسعارو اکمالات رامينځته کړي او په اقتصاد کې د اسعارو او کرېډيټ دواړو رامينځته کولو او وېشلو مسؤليت په غاړه واخلي. له دې پرته نه سود له منځه تلای شي او نه هم کولای شو ملي اقتصاد د نړۍ د پېسو د بازار(مني مارکيټ) له حرامو معاملو څخه وساتو.


Notice: Function WP_List_Util::pluck was called incorrectly. Values for the input array must be either objects or arrays. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.2.0.) in C:\inetpub\vhosts\workinggrouponafghaneconomy.com\httpdocs\wp-includes\functions.php on line 5866

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *