(افغانستان کی معیشت پر سامراجی حملہ)

د امريکا متحدو ايالتونو له خپلې شرمونکې پوځي ماتې وروسته په افغانستان کې د اقتصادي سبوتاژ کمپاين پيل کړ. د کمپاين ځينې توضيحات د” OIC” په وروستي کنفرانس کې د متحده ايالاتو سفير Martin Griffith لخوا د هغه په خبرو کې په ګوته شوي. د دې کمپاين دوه اړخونه شتون لري.

له يوې خوا امريکا د ملګرو ملتونو په همکارۍ په افغانستان کې د وېرې، وحشت او ناامنۍ د خپرولو لپاره هم په هاغه څير درواغ ويل پېل کړي چې پخوا يې د شمالي کوريا، کمبوديا، وينزويلا، نيکاراګوا او يمن په اړه ويلي وو. او دغه ټول دروغ ثابت شوي وو.

امپراطوري دروغ:

Martin Griffith په بې شرمۍ سره لاندې دروغ ويلي دي:

۱. د افغانستان اقتصاد برباد شوی دی. دا يادونه يي ونکړه، چې د دې ورانۍ اصلي عامل امريکايي امپرياليزم دى، چې له شلو کلونو راهيسې يي افغانستان لوټلی دی.

۲. ټول افغان ولس له تباهۍ او بردبادۍ سر مخ دی.

۳. ۲۳ ميليونه افغانان (د ټول نفوس ۷۰٪) له لوږې سره مخ دي او مري.

۴. ټول افغانان روغتيايی خدمتونو ته لاس رسی نلري.

۵. اويا سلنه ښوونکو ته معاش نه ورکول کيږي.

۶. ډيری ماشومان له ښوونځي بهر دي.

۷. افغان سوداګري تقريباً په بشپړه توګه بنده ده.

Griffith دا دروغ د هغه احصايو پر اساس ويلي دي چې د ملګرو ملتونو ادارې او تخريبي انجوګانې يي

امپرياليزم ته ورکوي او هدف يې د افغان اولس تر منځ د ويرې او مايوسۍ خپرول دي. د دې تصوراتي انځورګرۍ  پر بنسټ، د امريکا لخوا وړانديز شوې امپریاليستي نفوذي ستراتيژي په لاندې ډول ده.

د امپرياليستي اقتصادي تخريب ستراتيژي:

د Griffith وينا دا هم څرګنده وي  چې امريکايي امپرياليزم د ډالرو پر پراخه توګه د خپارولو پر وسيله د افغانستان پر اقتصاد د تسلط هڅه کوي.

د امريکا دېرشو وکيلانو د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر کې د امريکا لپاره څلور وړانديزونه وړاندې کړل چې د افغانستان اقتصاد بيا اشغال کړي چې په لاندې ډول دي:

۱. د افغانستان ۹ ميليارده د بهرنيو اسعارو زيرمې بايد د ملګرو ملتونو يوې ادارې ته ورکړل شي.

۲. د متحده ايالاتو بنديزونه بايد د ملګرو ملتونو په ادارو او نورو نړيوالو پانګوالو امپرياليستي ادارو چې د افغانستان اقتصاد ته نفوذ کوي نرم کړای شي.

۳. خپلو امپرياليستي ادارو او کاروبارونو ته د افغان مامورينو د معاشونو د ورکولو لپاره بسپنې او اسانتياوې برابرې کړی شي.

۴. نړيوالو سودګرانو او قياس کونکو ته دې  مالي زيرمې(پېسې) چمتو کړی شي ترڅو د افغانستان مالي سيسټم پر خپله قبضه کې ونيسي.

دا شرمناک وړانديزونه په يو اړخيزه توګه پلي کول پېل شوي دي، لکه نړيوال بانک د يونيسف سره د شل مليون ډالرو ژمنه کړې چې په افغان ماشومانو وويشي. د ملګرو ملتونو بله اداره، د خوړو نړيوال پروګرام، د ورته تخريب لپاره امپرياليستي تمويل ترلاسه کوي. امريکايي امپرياليزم د ملګرو ملتونو په وسيله د افغانستان قومي او کورنۍ نظام د خپل سودي نظام په جال کې راګېرول غواړي او د دې لپاره د افغانستان پر بانکي سيسټم خپل تسلط ټينګول غواړي.

 Griffith وويل، ملګري ملتونه به په ۲۰۲۲ کال کې ۴.۵ مليارده ډالر ولګوي چې ۲۱ ميليونه افغانان (د اوسني نفوس ۶۹ سلنه) د امپرياليستي تخريب لاندې راولي.

انقلابي تګلاره:

تر پرون پورې امريکا پر افغانستان د بمونو باران کاوه. افغان ولس يې په بې رحمانه ډول وژل. د افغانانو شتمني يي په دواړو لاسونو لوټلې. نن ورځ هغه د انساني همدردۍ سندرې وايي. موږ بايد پوه شو چې بشردوستانه مرستې (Humanitarian aid) يوه امپرياليستي وسله ده چې اوس د بمونو په ځای کارول کيږي. نو د دې نوي امپرياليستي چال د ماتولو لپاره لاندې ستراتيژيو ته اړتيا ده.

۱. موږ بايد پوه شو چې ملګري ملتونه د امريکا د بهرني سياست يوه وسله ده. د ملګرو ملتونو ادارې په هر ځای کې د امريکا تخريب ته دوام ورکوي. دا په شمالي کوريا، کيوبا، وينزويلا، هانګ کانګ، هاندوراس او يو شمېر نورو هيوادونو کې ثابت شوي دي. د ملګرو ملتونو ادارې اوس په افغانستان کې هم ورته رول لوبوي. د دوی تر ټولو سختې څارنې ته اړتيا ده. په هيڅ حالت کې بايد نړيوال بانک، يونيسف، يونيسکو، UNWFP افغان اولس ته لاس راسی ؤ نۀ لري. ملګري ملتونه کار کوي چې د طالبانو د حکومت سياسي ريښې وچې کړي.

۲. همدا رول د نادولتي موسسو(انجوګانو) لخوا لوبول کيږي چې د امپرياليستي پېسو او امپرياليستي ذهنيت لرونکي اشرافو تر کنټرول لاندې دي. دا ټول د امپرياليزم سرګردان دي. موږ بايد سمدستي ټولې نادولتي مؤسسې ملي کړو او د هغوی مشري ديندار مسلمانانو ته وسپارو.

۳. موږ بايد ژر تر ژره له افغانستان څخه ټولې نړيوالې خبري ادارې او خبريالان وباسو او پر ملي مطبوعاتو کلکه څارنه وکړو تر څو د امپرياليستي درواغو په خپرولو سره خلک ګمراه نه کړي.

۴. حکومت دې ژر تر ژره “لوژستيک کميسيون” جوړ کړي. ټولې بهرنۍ مرستې بايد د دې ادارې لخوا ترلاسه شي او دا اداره بايد په ټول هېواد کې د دې مرستو د وېش مسوليت په غاړه ولري. هيڅ نادولتي مؤسسې ته بايد اجازه ورنکړل شي چې بهرنۍ مرستې ترلاسه کړي يا يې په عامو خلکو ووېشي.

۵. په مالي برخه (Finance Department) کې د دولت انحصار بايد ژر تر ژره تاسيس شي. دا د مالي امپرياليستي تخريب ناممکن کولو لپاره اړينه ده . ټول بانکونه او مالي بنسټونه بايد ژر تر ژره په وړيا توګه ملي توقيف کې ونيول شي. له اقتصاد څخه د بهرنيو اسعارو (په ځانګړې توګه ډالر او د پاکستانۍ روپۍ) خپرېدل بايد په تدريجي ډول له منځه ولاړ شي. په تدريجي ډول بايد په ټول هېواد کې يو نوی اسعار (اسلامي دينار) صادر شي. د کريډيټ سيسټم بايد د مالي سيسټم سره بدل شي.

۶. د انقلاب لومړی کال (شوروی اتحاد ۱۹۱۸، چين ۱۹۴۹، کوريا ۱۹۵۳) هر ځای ستونزمن وي. وضعيت دومره خراب نه دی لکه څنګه چې د امپرياليستي انځورونو څخه څرګنديږي. د مثال په توګه، د خندا وړ وړاندوينه چې په ۲۰۲۲ کې به GDP 30٪  راټيټ شي او د بېکارۍ کچه به 29٪ ته ورسيږي. مګر وضعيت ستونزمن  ضرور دي. په دې کې شک نشته چې اوس وخت کې اسلامي حکومت خامخا بهرنيو مرستو ته اړتيا لري خو د دې مرستې د ترلاسه کولو لپاره انقلابي ځان وژنه عاقلانه کار نه دی.

طالبان بايد په دې پوه شي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پانګوال حکومتونه له دوی سره خواخوږي نه لري. د دوی طبيعي خواخوږي هغه مخلص مومنان دي چې په مليونونو مدرسو او جوماتونو کې شتون لري. په پاکستان، ايران، ترکيه، ماليزيا او اندونيزيا کې دې ژر تر ژره د افغانانو د مرستې صندوق جوړ شي، د دغو هېوادونو له علماوو، د جوماتونو له امامانو، سوداګرو، صنعتکارانو او اسلامي ګوندونو سره دې ژر تر ژره د منابعو د راټولولو يو جامع سيسټم رامنځته شي چې په دې حلقو کې دا احساس پيدا شي چې د افغانستان انقلاب د دوی خپل انقلاب دی او مرسته ورسره وکړي.

Working Group on Afghan Economy


Notice: Function WP_List_Util::pluck was called incorrectly. Values for the input array must be either objects or arrays. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.2.0.) in C:\inetpub\vhosts\workinggrouponafghaneconomy.com\httpdocs\wp-includes\functions.php on line 5866

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *