طالبان کی حکومت قحط سالی کا مقابلہ کیسے کرے؟

د طالبانو حکومت به څنګه له قحطۍ سره مقابله وکړي؟

نن سبا امپرياليزم په خپل ټول توان هڅه کوي چې په افغانستان کې قحطي رامنځ ته کړي تر څو انقلابي حکومت د امپرياليستي سوالونو منلو ته اړ شي او د دغه سوال دروند سياسي قيمت ادا شي. دغه بيه د ملګرو ملتونو د نفوسو د صندوق د مشر له خوا ټاکل شوې ده. هم دغه سازمان هيله لري چې د افغانستان په داخلي سيستم خپله ولکه ټينګه کړي او هوډ لري چې هلته د خوراکي توکو سيسټم په خپل لاس کې واخلي.

د ملګرو ملتونو سازمانونه چې د امداد او خېرات) ژمنې کوي هغوي د خپلو ژمنو په بدل کې  په افغانستان کې د ښځو د سرمايه دارۍ آزادۍ د ودې غوښتنه کوي، ترڅو د اسلامي ټولنې ريښې پټې شي او حکومت د عېش او عشرت خپرولو ته اړ کړای شي. له همدې امله، د خوړو او کرنې سيسټم څخه د ملګرو ملتونو د ادارو ايستل يوه انقلابي غوښتنه ده. موږ بايد پوه شو چې ملګري ملتونه يوه امپرياليستي وسله ده چې امريکا اود امريکا ملګري هېوادونه يې د خپلو تخريبي فعاليتونو لپاره کاروي.

په دې کې شک نشته چې د افغانستان خوراکي سيستم له ستونزو سره مخ دی او په ځانګړي ډول په راتلونکي ژمي کې (د هېواد په لرو پرتو سيمو کې)د خوراکي توکو رسول  ستونزمن وي، خو اړينه نه ده چې په افغانستان کې دې د خوراکي توکو بحران شتون ولري،او انقلابي حکومت دې د امپرياليستۍ پر غوښتنو تکيه وکري.

خو دا ضرور ده چې د خوراکي توکو د توليد او رسولو سيستم په سمه توګه تنظيم شي، او د دې بيارغونې لپاره له مرکزي او ولايتي حکومتونو پرته بل څوک نه شي مسؤول کېدای. له ۱۹۱۸ څخه تر ۱۹۲۱ پورې د شوروي اتحاد د جګړې کمونيستي تجربې د دې سکتوري تنظيم لپاره ګټورې کېدی شي. ، د شوروي اتحاد د خوراکي توکو بحران د ننني افغانستان د خوراکي توکو بحران په پرتله خورا سخت و، او ډېرپه  ښه ډول کنټرول.شوې ؤ.

د خوراکي نظام د بيا جوړولو لپاره دې انقلابي اسلامي حکومت بايد لاندې ګامونه پورته کړي

۱. د ټولو بهرنيو رسنيو استازي دې ژر تر ژره له هېواده وايستل شي او د ملګرو ملتونو د ادارو پر خپرونو دې بنديز ولګول شي، ځکه دغه ادارې د خوراکي توکو د بحران په اړه ناسم خبرونه خپروي.

۲. دولتي رسنۍ بايد ملي شي تر څو په کې ناست امپرياليستي وسيلې د افواهاتو خپرولو کمپاين ته دوام ور نه کړي.

۳. په مرکزي، ولايتي او محلي کچه د خوراکي توکو مديريت رامېنځته کول ترڅو ژر تر ژره په ملي، واليتي او محلي کچه د خوراکي توکو اړتياوې او عرضه په ربع کې اټکل شي.

۴. د دې اټکلونو پر بنسټ، د ۲۰۲۱-۲۰۲۲ لپاره د خوړو ملي پلان پراختيا چې په سيمه ايزه کچه  د خوراکي توکو رسولو نښه وکړي.

۵. د دې پلان د پلي کولو لپاره لاندې ګامونه پورته کول غواړي.

۱. په مرکزي او ولايتي کچه د دولتي اجناسو د زيرمو جوړول.

۲. د خوراکي توکو په تحويلي سيستم باندې د دولت کنټرول اړين دی.

۳. د کروندګرو څخه د اضافي محصولاتو (د اجناسو د توليد برخه چې د کورنيو لخوا نه کارول کيږي)رامېنځته کول او  په ټاکلو نرخونو کې د خوراکي توکو په سوداګرۍ کې دولتي انحصار رامينځته کول.

۴. د توکو نرخونه چې د ۲۰۲۱-۲۰۲۲ لپاره ټاکل کيږي بايد د ۲۰۲۱ بازار د نرخونو سره سم وي.

۵. حکومت بايد د دغو توکو د پېرلو لپاره له اسلامي دينار نوې اسعار وکاروي.

۶. که چېرته کومه خوراکي مرسته د سرمايه دارۍ ادارې له خوا ورکول کېږي، بايد په مستقيم ډول په مرکزي ذخيره کې وساتل شي او هيڅ بهرنۍ موسسه په تېره بيا ملګري ملتونه بايد د هغې اولس ته په  رسولو کې ونډه ونه لري.

۷. نړيوال تجارت بايد ملي شي. ټول واردات او صادرات بايد د دولت له خوا خلاص شي او ټول بهرني اسعار بايد د دولت په واک کې وي.

۸. که چېرې د هېواد خوراکي اړتياوې د هېواد د خوراکي توکو له عرضې څخه زياتې وي، بايد د وارداتو له لارې پوره شي. بايد هڅه وشي چې خوراکي توکو صادرات زيات  له اسلامي هېوادونو په ځانګړې توګه ايران، ترکيې، پاکستان، ماليشيا او انډونيشيا نه ؤشي.

۹. په ايران، ترکيه، پاکستان، ماليشيا او انډونيشيا کې د اسلامي ګوندونو، مدرسو او جوماتونو له لارې د افغانستان د خوراکي توکو د بسپنې جوړول. دا ټولې پېسې غېردولتي دي او بايد په هغو هېوادونو کې چې د افغانستان حکومت په رسميت پېژني د شته قانوني سيستم له مخې دغه کار ترسه کړی شي.

۱۰. دا ټول کمپاين بايد د خوړو جهاد وبلل شي. د دين خواخوږو افغانانو ته دې د دې خبرې درک ورکړی شي چې کافر دښمن په افغانستان کې د خوراکي توکو د بحران په رامنځته کولو سره خپل  تخريب ته دوام ورکوي. په ملي، ولايتي او محلي کچه د خوراکي توکو اداره کې بايد د امکان تر حده زيات عالمان ، مشائخ، قومي مشران، شاګردان او مخلصين شامل کړی شي  او دا خبره دې خپره شي چې د خوراکي توکو ذخيره کول د شريعت له مخې لويه ګناه ده. او دا د بزګرانو دنده ده چې اضافي محصولات په مرکزي او ولايتي زيرمو باندې د دولت لخوا په ټاکل شوي نرخ وپلوري.

۱۱. مرکزي او ولايتي ذخيره کونکي ادارې بايد خپل محصولات په خصوصي سوداګرو وپلوري، خو د خوراکي توکو اداره بايد د دولتي محصولاتو په ټاکلو نرخونو د سوداګريزو محصولاتو د خرڅلاو مسوول وي او پوځ بايد د ذخيره په کونکيو ته سختې سزاګانې ورکړي.

۱۲ که چېرې د خوړو پلان ښيي چې په ۲۰۲۱کې د خوراکي توکو اړتيا د ټول خوراکي توکو له عرضې څخه زياته ده، نو په ښارونو کې دې د راشن سيسټم پلي کړی شي ترڅو خوراکي اړتياوي کمې کړی شي

. په اصل کې افغانستان د خوراکي توکو پر ځان بسيا کېدو ظرفيت لري. ځکه چې هلته د خلکو اکثريت خپل روزي پيدا کوي، خو د انقلاب په لومړي کال کې يو بحراني حالت رامنځ کېدی شي، خو په تاريخ کې څو ځله له داسې بحرانونو سره په برياليتوب سره مقابله شوې ده.حقيقت دا دی چې  طالبان له شلو کلونو راهيسې د جګړې په ډګر کې بريالي شوي دي،پر حکومت کولو کې به هم بريالي وي. په دې شرط چې جهاد ته دوام ورکړي. موږ دعا کوو او هيله لرو چې دوی به د نړۍ پليت پانګوال نظام ماتولو ته دوام ورکړي.

دا جنګ به وي روان

زمونږ وار دی راروان

Working Group on Afghan Economy


Notice: Function WP_List_Util::pluck was called incorrectly. Values for the input array must be either objects or arrays. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.2.0.) in C:\inetpub\vhosts\workinggrouponafghaneconomy.com\httpdocs\wp-includes\functions.php on line 5866

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *