(Foreign Direct Investment)

موږ د روېټرز له راپور څخه خبر ترلاسه کړ چې زموږ د سوداګرۍ وزارت د بهرنيو شرکتونو روسيې، ايران، پاکستان او ۱۴ افغان سوداګرو(شايد په خصوصي سکتور کې) سره د کانونو، انرژۍ او زېربناوو په برخو کې د مستقيمې بهرنۍ پانګونې (FDI) د راجلبولو په موخه يو کنسرسيوم (Consortium )جوړ کړی دی.

دا يو ډېر ښه ګام دی. FDI کولی شي د ملي شتمنيو په وده کې او په ځانګړي ډول زموږ د کاري ځواک په تخنيکي وړتياوو کې مهم رول ولوبوي. موږ دلته د اسلامي امارت لپاره هغو وروڼو ته  چې د FDI ستراتېژي جوړوي، د غوروفکر په موخه لاندې وړاندېزونه وړاندې کوو.

  1. دلته د يو اساسي سند چمتو کولو ته اړتيا ده چې په هغه کې د FDI د راجلبولو موخې او د FDI رول چې د ملي شتمنيو په تخليق کې د لوبولوتمه کېږي، بيان شي. دا مقاله بايد د FDI د راجلبولو لپاره يوه ستراتېژي هم په ګوته کړي ترڅو دا ځانګړي اهداف پوره کړي او په لنډ ډول د FDI پروژو اداره کولو اداري مېکانېزمونه په ګوته کړي. د FDI مدېريت سيسټم په ډيزاين کولو کې بايد هڅه وشي چې د پروژې د تطبيق دوره(د امکاناتو له چمتو کولو څخه تر تصويب د لېږد پېل پورې)کې کمښت يقيني شي. نړيوالو تجربو ښودلې چې د تطبيق په دوره(دورانيه) کې ځنډ د FDI پروژې د ناکامۍ لوی لامل دی.
  2. موږ د وزارت لخوا د FDI په نښه شوي هېوادونو د انتخاب ملاتړ کوو مګر وړانديز کوو چې د بېلاروس، کيوبا، ترکيې او وېنزوېلا (او ممکن برازيل) څخه د ګټو شرکتونو ته هم هڅې وشي. موږ وړانديز کوو چې د FDI احتمالي شريکانو کې بايد د دې هېوادونو څخه عامه سکتور (يعنې دولتي ملکيت) شرکتونه شامل وي. د دې غوره هېوادونو څخه تمرکز بايد د لويو ملټي نېشنلونو پر ځای د کوچنيو او متوسط ​​​​کچې شرکتونو په جذبولو باندې وي،(د دې تعصب دليل زموږ د FDI ستراتېژي د ۷ او ۸  ټکي لاندې بيان شوې.
  3. موږ د دې نظر په کلکه ملاتړ کوو چې ژر تر ژره په کابل کې د بهرنيو پانګوالو کنفرانس جوړ شي. موږ وړانديز کوو چې د ټاکل شوي هېوادونو (روسيه، ايران، پاکستان، کيوبا، بېلاروس، وېنزوېلا، برازيل) څخه دولتي چارواکي چې د پانګونې په برخه کې معامله کوي، هم دې کنوانسيون ته راوبلل شي.
  • موږ وړانديز کوو چې د غوره شويو مسلمانو هېوادونو (ايران، پاکستان، ترکيې، بنګله دېش، اندونېزيا، مالېزيا) څخه د FDI راجلبولو ته بايد د جهاد د هڅو د يوې برخې په توګه وکتل شي او بايد په دغو هېوادونو کې د مدرسو د شبکې له لارې وساتل شي چې ملېاردونه ډالر لري چې تر اوسه په حرام (پېسو او سرمايه بازار) کې يې پانګونه نه ده کړې حتی د اسلامي بانکدارۍ چېنلونو له لارې هم پانګونه نه ده کړې. موږ باور لرو چې د متقي سوداګرو د دې حلال شتمنيو يوه برخه په امارت اسلاميه کې د(دولت افزائی) د ملاتړ لپاره رامينځته کېدی شي.
  • موږ په کلکه د FDI په نښه شوي سکتورونو (انرژی، کان کيندنې او زېربنا) د انتخاب ملاتړ کوو. موږ وړانديز کوو چې د معلوماتي ټکنالوجۍ (ITC)، درمل جوړولو او د ښاري کور جوړونې سکتورونو کې د FDI د راجلبولو لپاره هم هڅې وشي.
  • موږ وړانديز کوو چې د FDI د راجلبولو هدف بايد د کورني توليد هڅونه، کورنۍ پانګونه) او زموږ د کاري ځواک تخنيکي وړتياوې وي. دا بايد د صادراتو وده نه وي. د انرژۍ او زېربناوو په برخو کې FDI ته لومړېتوب ورکول دا په ډاګه کوي چې موږ به خپل کورني توليدات زيات کړو، خو دا خطر شته چې د کانونو په سکتور کې به FDI د افغانستان اقتصاد د نړيوال پانګوال مارکيټ تابع کړي. دا تقريبا د ټولو د لاتينې امريکا د اقتصادونو تجربه ده (په ځانګړې توګه وېنزوېلا، اکوادور، بوليويا او کيوبا) چې د نړيوال اکمالاتي چېن(لړۍ) کې د دوامداره تابعيت لرونکي ادغام له امله يې ملي حاکميت (ملي حاکميت ته د دوی رسمي ژمنتيا سره سره) له لاسه ورکړی.
  • FDI بايد د افغانستان د اسلامي اقتصاد د نړيوال اکمالاتو/ارزښت سلسلې ادغام لپاره د يوې وسيلې په توګه کار ونه کړي. دا په ځانګړې توګه د کانونو د سکتور د پراختيا لپاره مهم دی. د افغانستان بډايه معدنی زيرمې د امپرياليستانو د نفوذ(دخول) يو مهم هدف دی. امپرياليستي کان کيندنې ملټي نېشنلونه په دې لټه کې دي چې دا سرچينې د نړيوال ارزښت چينايي شبکو له لارې نړيوال مالي بازارونو ته په امپرياليستي هېوادونو کې د وروستي کارونې لپاره وکاروي په دې توګه په نړيوال اجناسو او مالي بازار باندې د افغانستان سېسټمېک انحصار بنسټ کېږدي.
  • د دې څخه د مخنيوي لپاره موږ بايد ډاډ ترلاسه کړو چې د کان کيندنې سکټور پرمختګ د کورنيو توليداتو لکه منځنيو او پانګوالو توکو (د پانګوال توکو نه مراد ماشينري ده) توليد (لکه څنګه چې په ايران کې ترسره شوی) سره يوځای کړاي شي. د منځنۍ اندازې کان کېندنې تصدۍ (په ځانګړې توګه د ايران څخه) بايد د FDI ستراتېژۍ کليدي هدف وي او څو ملي پانګه اچونه يوازې هغه وخت ومنل شي چې دا د کورني توليد سکتورونو ته خدمت کوي.
  • موږ وړاندیز کوو چې د FDI ستراتيژۍ مرکزي نقطه بايد د کان کيندنې سکتور منځمهاله ستراتيژيک هدف وي..
  1. موږ د ځانګړو اقتصادي زونونو special economic zones (SEZs) د جوړولو مخالفت کوو. د داسې زونونو تجربه په ټوله نړۍ کې ښه نه ده (په ځانګړې توګه په پاکستان او نايجريا کې). Special economic zones معمولا د بهرنيو شرکتونو لپاره د وسايطو په توګه کار کوي چې د کورني قانون پلي کولو څخه ډډه کوي او د ځايی کارګرانو استحصال او تبعيض چلند کوي. په SEZ کې د کافي زېربنايي اسانتياوو د چمتو کولو لګښت به ممنوع (prohibitive)وي او دا به په ځانګړې توګه ستونزمن وي چې په SEZs کې د اسلامي قانوني نورمونو پلي کول يقيني کړي.
  1. موږ په کلکه سپارښتنه کوو چې د FDI ټول قراردادونه د ملي، بهرنيو او دولتي پانګې او مدېريت په ګډون د ګډو پانګونو بڼه غوره کړي. موږ په مخکينۍ سپارښتنې کې وړانديز کړې و چې د اسلامي امارت په ټولو لويو صنعتي واحدونو کې د پلان جوړونې واحد او د دعوت مجلس جوړ شي (وګورئ WGAE: د اسلامي امارت لپاره د پلان جوړونې سيستم جوړول). دا ډول واحدونه (د مسؤليتونو سره چې زموږ په پورتنۍ مقاله کې بيان شوي) بايد د FDI په هر ګډ شرکت کې تاسيس شي. د عامه سکټور استازي بايد د ګډې پانګونې مديريت بورډونو کې د پانګوونې او بازار موندنې(مارکيټنګ) پرېکړو په اړه وېټو واک ولري.
  1. FDI پروژې تمويل سره يوه مهمه ستونزه د پېسو او پانګې بازار معاملو سره د FDI پانګوونې شرکتونو نږدې نړيوال ادغام دی (د دوی انحصار په غرر او ربا). د دې ستونزې لپاره يو اړخيز حل په لاندې ډول وړانديز کېدی شي.
  2. حلال پانګونه (د دواړو مسلمانو او غېر مسلمو هيوادونو څخه) چې د پيسو او کېپيټل ماريکيټونو(capital markets) سره هيڅ اړيکه / معامله نلري بايد چمتو شي.
  3. د FDI تمويل شوي پروژې بايد د ربا پر بنسټ د پېسو بازارونو(money markets) څخه فنډونه پور نه کړي.
  4. د FDI تمويل شوي پروژې ونډې بايدکېپيټل ماريکيټونو(capital markets) کې د ليږد يا سوداګرۍ وړ نه وي او اصلي بهرني شرکتونه بايد اړ وي چې دا ډول پانګه د خپلو ګډو شتمنيو څخه جلا کړي.

.13له همدې امله د دې لپاره چې ډاډ ترلاسه شي چې د FDI تمويل شوي شرکتونه ممکن د پور وړ فنډونو او مساوي تمويل ته کافي لاسرسی ولري، موږ بايد په امارت اسلاميه کې د غېر ربا او غېر غرر پر بنسټ د تمويل سيسټم رامينځته کړو. د دې ډول سيسټم لنډ جزييات زموږ په تېرو سپارښتنو کې (د امارت اسلاميه لپاره د پلان جوړونې سيسټم رامينځته کول) کې بيان شوي. پدې کې شامل دي:

  1. د ټولو بانکونو او مالي موسسو ملي کول.
  2. b.      د مشارکت او مضاربت او تمويلي فنانسنګ د پانګونې پر بنسټ د سيسټم بنسټيز کول.
  3. په افغانستان کې د ټولو پېسو او پانګې بازار د راکړې ورکړې بندول.
  4. د اسلامي حکومت لخوا د ټولو بهرنيو اسعارو د جريان او بهرنۍ سوداګرۍ کنټرول، د ډالري سيسټم ختمول / د روپيو ختمول. ټول کاروبارونه (د FDIs په ګډون) د بهرنيو اسعارو عايد د ملي اسعارو (افغانۍ يا وړانديز شوي اسلامي دينار) ته د تبادلې لپاره تسليمول. FDIs به د اسعارو د هراړخيز پلان په چوکاټ کې د وارداتو او ګټې بېرته راستنېدو لپاره بهرنۍ اسعار تخصيص شي.

.14 پوائنټ ۱۲ او ۱۳ ټينګار کوي چې د FDI ستراتيژي د اسلامي امارت د ملي اقتصادي ستراتېژۍ يوه برخه ده او له هغې څخه جلا نه ده. د دې وړانديز موخه دا ده چې له FDI څخه د شتمنيو د جوړولو(دولت افزائي) او د ټکنالوژۍ د انتقال د يوې وسيلې په توګه کار واخيستل شي په داسې حال کې چې د اسلامي امارت اقتصاد د امپرياليستي/سرمايه دارۍ او کېپيټل د بازارونو له تسلط څخه وژغورل شي او د نړيوال حرام اقتصادي نظام برخه جوړيدو څخه محفوظ شي.

WGAE چمتو دی چې په دې يادښت کې پورته شوي هر ډول پښتنې (سوالات) روښانه کړي او د اسلامي امارت لپاره د FDI ستراتېژۍ په چمتو کولو او بيانولو کې ستاسو سره په هره طريقه کې مرسته وکړي.

او په پای کې د الله رب العالمين حمد و ثنا کوو او له هغه څخه غوښتنه کوو چې زموږ رژيم د جاهليت له بربادۍ څخه وژغوري.

آمين


Notice: Function WP_List_Util::pluck was called incorrectly. Values for the input array must be either objects or arrays. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.2.0.) in C:\inetpub\vhosts\workinggrouponafghaneconomy.com\httpdocs\wp-includes\functions.php on line 5866

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *