افغان بینکنگ نظام کو فی الفور قومیانا اور اسلامی دینار کا اجراء کیوں ضروری ہے؟

 امريکا متحده ايالاتو د افغانستان پر بانکي سيستم  د تخريب عمليات پېل کړي دي. د ۲۰۲۱ کال د نومبر په ۲۱مه د امريکا د بهرنېو چارو د وزارت وېاند نېل پرائس  (Niel price)د دغه ترهګريزي دسيسې په شتون اعتراف وکړ.

نېل پرائس ووېل چې متحده ايالات په داسې پلان کار کوي چې د افغانستان په مالي سيسټم کې ډالر د افغان حکومت له لاسرسۍ بهر کړي. پرائس ووېل،  “متحده ايالات له ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو سره کار کوي چې داسې لارې چارې ولټوي چې ډالر د افغانستان په مالي سيستم کې په داسې ډول ولګوي چې طالبانو ته ګټه ونه رسوي.”  يعنې د امريکايي نفوذي کسانو له خوا خلکو ته په داسې حال کې ډالر ورکول دوام ولري چې افغان حکومت د پيسو د لېږد پر دغه بهير کنټرول ؤ نه لري.

پرائس ووېل، “موږ به  هغه وخت د طالبانو حکومت په رسميت وپېژنو کله چې دويې..

۱.   په افغانستان کې د پېسو په لېږد ټول محدوديتونه لرې کړي او دا ژمنه وکړي چې هېڅکله به دغه محدوديتونه بيا نۀ پلي کيږي.

۲. په هېواد کې د سرمايه دارۍ آزادۍ تضمين راکړي.

۳. يو اېتلافي حکومت دې جوړ کړي چې پخواني غدار واکمنان او امريکايي نفوذي کسان به پکې شامل وي.

۴. د طالبانو حکومت به د متحده ايالات ضد اسلامي ډلو مخه نيسي.

د کابل له فتحې مخکې امريکا تر ۲۰۲۱ کال پورې له غدار حکومت سره د ۴۱۴ ميليونه ډالرو مرستې ژمنه کړې وه. ښاغلي نيل پرائس وويل “امريکا غواړي چې دغه مرستې  ورکړي خو

يوازې په دې شرط چې دغه مرستې به په افغانستان کې ميشت امريکايي اشغالګر په مستقيمه توګه ترلاسه کوي او افغان حکومت يې په وېش کې لاسوهنه نۀ کوي.

موږ ته څۀ کول پکار دي؟

اوس ښکاره ده چې امريکا غواړي خپله پوځي ماتې په ډيپلوماټيکه بريا بدله کړي او د طالبانو حکومت نسکور کړي تر څو د امريکا خپل نفوذي کسان بېرته واک تر لاسه کړي او د افغانستان اقتصاد په هغه ډول ؤ لوټي لکه څنګه چې يې د ۲۰۰۲ کال نه تر ۲۰۲۰ کال لوټلی دی. امريکا په دې مبارزه کې د ملګرو ملتونو ،اروپايي ټولنې، پاکستان او ترکيې په څېر هېوادونه کاروي.

که امريکا د افغان حکومت له مداخلې پرته د افغانستان مالي سيسټم د ډالرو په سېلابولو کې بريالی شي، نو دا به په حقيقت کې داسې وي لکه امريکا چې د افغانستان اقتصادي سيسټم په خپله ولقه کې ونيسي. د افغانيو د نړيوال اسعارو نرخ (rate of exchange) به په اقتصاد کې د ډالرو په حرکت پورې ؤتړلی شي، چې په دې معنی به د سود او قياس د ختمولو ټول اقدامات بې معنا شي. افغان سوداګر، صنعتکاران او مصرف کوونکي به د نړيوال سرمايه دارۍ په وسايلو سمبال شي. دا به ناشونې وي چې خلک قانع کړي چې اقتصادي بهير يوازې د اخرت جوړولو وسيله ده. په اقتصاد باندې د اسلامي حکومت گرفت به مات شي. د هېواد حاکميت به ختم شي او د طالبانو حکومت به يوه تيره هېره افسانه شي.

د امريکا د مالي تروريزم څخه د مخنيوي لپاره، د هېواد په اقتصاد باندې د طالبانو د حکومت مضبوط ګرفت او قبضه اړينه ده. د دې مضبوط گرفت رامېنځته کولو او چلولو لپاره اړين دي چې…

۱.ټول ملي او نړيوال بانکونه، د بيمې شرکتونه او نور مالي بنسټونه چې په هېواد کې شتون لري بايد ملي شي او په يوه نوي ډول په ټول هيواد کې “د عامه اسلامي مالي موسسو” سره يوځای شي.

۲.د افغانستان دولتي بانک بايد د ماليې وزارت(Ministry of Finance)  يوه فرعي څانګه جوړه شي.

۳.  په هېواد کې د پېسو د لېږد بهير بايد سخت کنټرول شي او دا يقيني شي چې افغانستان ته ټولې راتلونکې بهرنۍ پېسې د طالبانو د حکومت په واک کې وي. دولت بايد د دې اسعارو(بهرنيو پېسو) د وېش او ساتنې مسووليت ولري او وخت په وخت د افغانيو اسعارو نړيوال نرخ وټاکي. د د نړيوال سود او قياس بازارونو څخه بايد ټولې افغانۍ اسعارو جلا کړي.

 ۴.د طالبانو حکومت دې بايد ژر تر ژره له IMF او WTO څخه د وتلو اعلان وکړي.

۵. د طالبانو حکومت دې د نوي اسعارو د صادرولو لپاره ترتيب وکړي. دا اسعار بايد د اسلامي دينار پر نوم وبلل شي او د دې نوې اسعارو مقدار او د تبادلې نرخ بايد د سرو زرو يا بهرنيو اسعارو زيرمو (foreign exchange reserves) سره ؤ نۀ تړل شي بلکې د دې اسعارو مقدار او ارزښت دې د دولت لخوا وخت په وخت د توليدي او وېشلو ځواک او اړتيا سره سم ټاکل کېږي.

۶. په ايران، ترکيه، پاکستان، ماليزيا او اندونيزيا کې د مدرسو، ديني عالمانو او اسلامي ګوندونو له لارې د “افغانستان د مرستو د صندوق” د رامنځته کولوهڅۀ ؤشي او له دغو هېوادونو سره د بارټر تجارت (barter trade)  په برخه کې د سوداګريزو تړونونو د لاسليک لپاره بايد هڅې وشي.

۷. د دې هېوادونو د بانکونو سره بايد د غېر سود لرونکي اسعارو تبادلې تنظيم  (Currency swap arrangements)  کولو لپاره هڅې وشي. له ايران سره بايد د اسعارو د اتحاديې د جوړولو لپاره خبرې اترې پېل شي.

WGAE  د دې وړانديزونو تفصيل په څو مقالو کې توضيح کړی دی. زموږ نظر دا دی چې دا  ټول وړانديزونه د کار وړ دي او بايد په افغانستان کې د اسلامي حاکميت د پراختيا او خوندي کولو

لپاره پلي شي. که طالبان خپله اقتصادي قبضه ټينګه نه کړي، هېواد به هېڅکله پر ځان بسيا او پر ځان تکيه نه شي اوامريکا به د اقتصادي ترهګرۍ له لارې هغه جګړه وګټي چې د جنګ  په ميدان کې بايللې ده.


Notice: Function WP_List_Util::pluck was called incorrectly. Values for the input array must be either objects or arrays. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.2.0.) in C:\inetpub\vhosts\workinggrouponafghaneconomy.com\httpdocs\wp-includes\functions.php on line 5866

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *