امارت اسلامیہ افغانستان کی دفاعی پالیسی

د افغانستان د اسلامي امارت دفاعي تګلاره

په افغانستان کې جهاد پای ته نه دی رسېدلی بلکې نوي عصر ته داخل شوی دی او امپرياليستي دښمن نن هم پر اسلامي امارت بريدونه کوي. دا بريدونه  دوه اړخونه لري. له يوې خوا امپرياليزم هڅه کوي چې د «بشري مرستو» په پلمه د افغانستان سياسي نظام ته نفوذ وکړي تر څو افغانستان د نړيوال پانګوالي امپرياليستي نظام تابع کړي. امريکا د دې مقصد تر لاسه کولو لپاره پاکستان او د  (OIC)  هېوادونه کاروي.

له بلې خوا امپرياليزم په افغانستان کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي تر څو د اسلامي حکومت ټولنيز واک له مينځه يوسي. ددې سره سره په افغانستان کې روان ترهګريز بريدونه امريکا ته دا مشروعيت ورکوي چې پر افغانستان خپل هوايي حاکميت ټينګ کړي. د همدې موخې په پام کې نيولو سره له پاکستان سره د هوايي تاسيساتو د برابرولو په برخه کې يو هوکړه ليک لاسليک شو، څو امريکا هر کله چې وغواړي په افغانستان کې (No Fly Zone) رامنځ ته کړي او د اسلامي امارت د هوايي حريم محاصره دوام ولري.

له دغو دوو ګواښونو سره د مقابلې لپاره بايد د افغانستان دفاعي ستراتيژي جوړه شي.

د ترهګرۍ سره مقابله:

د ترهګرۍ ريښې هم ايډيالوژيکي دي او هم غبرګوني. په جنګياليو کې هغه ډلې شاملې دي چې اسلامي هويت لري خو په فرقه پالنه کې ډوب دي او د انقلاب په دې پړاو کې د يوه اسلامي ملت په تاسيس او ثبات باور نه لري. دې قسمه ډلو په ۲۰۱۲ کال کې د اخوان المسلمين د اسلامي حکومت په نسکورولو کې مهم رول لوبولی و.

لازمه ده چې له دغو ډلو سره نظرياتي خبرو اترو ته دوام ورکړل شي او وخت په وخت دوئې ته د انقلابي دولت اداري مسووليتونه ورکړل شي ترڅو دغه ډلې د دښمن په لاسونو کې ؤ نۀ لوبولی شي او د اسلامي انقلاب د نن ورځې له اصلي ضرورتونو خبر شي.

  پرته له دې په افغانستان کې ريښتيني ضد انقلابيان (counter revolutionaries)  هم شتون لري. دغه د انقلاب دوښمنان ملتپال دي او ملحد ټولنيز او دولتي نظام غواړي. د دوی طريقه دا ده چې خلک له انقلابي حکومت څخه بې برخې او بدګمانه کړي، دوئې غواړي چې مايوسه او ګمراه شوی خلک پر پېسو واخلي چې په افغانستان کې پرې ترهګري وکړي. د دوی پالنه د ملګرو ملتونو د ادارو او نادولتي موسسو (انجوګانو) لخوا کيږي چې لا اوس هم په ټول هيواد کې خپری دي او هيله لري چې د امريکا بشري مرستې ترلاسه کړي.

د دې انقلاب ضد ترهګرو د ارمانونو د ماتولو لپاره، هيواد بايد د څارنې سيسټم ولري چې لږترلږه ۳۳۰۰۰۰ کارګران (د هيواد د نفوس يو سلنه) ولري. دغه د  څارنې سيستم بايد کوڅې، بازارونه، دفترونه، قبيلې، کليوالې سيمې، فابريکې او يو شمېر نور ځايونه  په ولکه واخلي او د مرکزي حکومت ګرفت بايد د دې څارنې پر سيسټم ډېر قوي وي. په ورته وخت کې، دا مهمه ده چې د انقلاب ضد ترهګريز سازمانونه له نږدې وڅارل شي. د ملګرو ملتونو ټولې دفاعي ادارې بايد له هېواده وايستل شي. ټولې نادولتي مؤسسې بايد د دولت تر څارنې لاندې ونيول شي او دا بايد يقيني شي چې ټولې بهرنۍ مرستې د اسلامي دولت لخوا ترلاسه کيږي او يوازې د دولت له خوا د وېش مسؤليت ولري. پولي نظام دې ژر تر ژره د امريکايي ډالرو او پاکستانۍ کلدارو له کثافاتو پاک شي او د اسلامي دينار سکه دې په اوسني وخت کې اعلان شي.

متوقع هوائي ټروريزم(ترهګري):

که امريکا و نۀ  توانيږي  چې افغانستان د امپرياليستي سرمايه دارۍ تر ولکې لاندې راولي، نو د دې امکان شته چې د افغانستان د هوايي محاصرې لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي. د دې هوايي بنديز ماتول زموږ اصلي دفاعي اړتيا ده. په افغانستان کې هر وخت امريکا کولای شي د خپلو متحدينو د ترهګرو پر پټنځايونو د بريد په پلمه پر افغانستان درنه بمباري وکړي. دا بريدنه يوازې د الوتکو په واسطه نۀ، بلکې د پاکستاني او خليجي امريکايي تاسيساتو څخه د

کروز او بالستيک توغنديو او ډرون په واسطه هم ترسره کېدی شي.د عامه ژوند د ګډوډولو لپاره دا بريدونه پر ښاريو هم کيدی شي  او کليدي مشران او تاسيسات هم په نښه کيدی شي (لکه څنګه چې  شهيد سليماني په نښه شوی وۀ). د بمبارئ ګواښونه د اسلامي انقلابي حکومت د ډارولو لپاره هم کارول کيدی شي. په دې لړ کې اټومي بريد هم غېر معمولي نه دی، که څه هم د هغې د ځمکنۍ اغيزو محدودول د متحده ايالاتو لپاره خورا ستونزمن کيدی شي.

لکه څنګه چې امريکايی چارواکی ريچرډ هولبروک وايی، دا ډول بمبارۍ د “بشری مرستو” له رسولو سره تړاو لری. بشري مرستې او اړوندې بمبارۍ هغه وسلې دي چې د يو هيواد اقتصاد له منځه وړي. لکه څنګه چې په ويتنام او کوريا کې د جګړو لخوا ثبوت شوی.د  هوايی ترهګرۍ مقابله د “خلکو د جګړې” (People war) په واسطه کيدی شي. نو له همدې امله د هوايي بريدونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د چمتووالي په موخه په افغانستان کې د جهادي اقتصاد رامنځته کول اړين دي.

جهادي اقتصاد دوه مهمې ځانګړنې لري:

۱.  عسکري سکتور يو توليدي سکتور ګڼل کيږي او د صنعت، کرنې او خدماتو په ټولو مهمو سکتورونو پورې تړلی کيږي.

۲. هر بالغ نارينه د نظامي سازمان سره بشپړ وخت يا نيم وخت تړاو لري.

له همدې امله،د هوايي تروريزم څخه د افغانستان د ژغورلو لپاره، موږ بايد ژر تر ژره په هيواد کې د وسلو او جهاد سره د امکان تر حده ډېر خلک راټول کړو او د هيواد اقتصاد په داسې ډول تنظيم کړو چې د توليداتو زياتوالی او نظامي وړتياوې يو بل سره تړلي وي. نظامي سکتور بايد په هيواد کې د کارموندنې او توليداتو يوه مهمه سرچينه وي.

د دې سره سره، د ځمکې لاندې په پراخه توګه يو شمېر ودانۍ بايد په نفوسو سيمو کې جوړې کړی شي ترڅو د هوايی ټروريزم زيان محدود کړي. په غرنيو سيمو او ځنګلونو کې د کليوالو خلکو د ځای پرځای کولو لپاره بايد ترتيبات ونيول شي. مصنوعي پوځي اډې بايد جوړې شي چې دښمن وغولول شي او هڅه وکړي هغه شيان له منځه يوسي چې د پام وړ ندي. دا ټول تاکتيکونه د ويتنام او کوريا په جګړو کې د انقلابيانو لخوا په برياليتوب سره کارول شوي وو.

په ويتنام او کمبوډيا کې هغه طريقه چې د امريکا متحده ايالاتو لخوا د غالۍ بمونو(کارپټ بمونو) د ترسره کولو لپاره کارول شوې وه، چې په پايله کې يې پر ټولونښه شويو سيمو اورونه بل کړي ؤ، هغه طريقه اوس  نوره ګټور نه ګڼل کيږي او په افغان جهاد کې دغه طريقه ډېره  محدوده  کارول شوې ده.

د کوريا په جګړه کې د امريکا د ترهګرۍ له امله د کوريا ۲۰ سلنه وګړي ووژل شوي ؤو. دا ترهګري تر پنځلسو کلونو راهيسې روانه وه. د کوريا د جګړې په مقابل کې امريکا د خپلې شل کلنې واکمنۍ په موده کې ډېر کم افغانان شهيدان کړي دي له دې تقابل څخه د هوايي تروريزم محدوديت ثابتيږي. مګر د اټکل شوي هوايی تروريزم سره د مبارزې لپاره د ميزايل ضد او الوتکې ضد ټيکنالوژۍ (anti-messile and anti-aircraft) پراختيا او اکمالاتو ته بيړنۍ اړتيا ده. په دې برخه کې د ايران اسلامي جمهوريت په وروستيو وختونو کې چټک پرمختګ کړی دی. او تر ډېره حده دغه پرمختګ د ايران اټومي تاسيسات د اسرائيلو او امريکا له بريدونو خوندي کړي دي. نو د افغانستان انقلابي حکومت بايد له ايران سره متحد او دفاعي همکارۍ ته وده ورکړي. دواړه اسلامي هېوادونه بايد په دې پوه شي چې د يو بل پوځي ملاتړي دي. د ايران د اټومي پروګرام ساتنه د افغانستان د پوځي امنيت لومړۍ کرښه ده او د افغانستان پوځي ssثبات د ايران دفاعي اړتيا ده.

ډاکټر جاويد انصاري


Notice: Function WP_List_Util::pluck was called incorrectly. Values for the input array must be either objects or arrays. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.2.0.) in C:\inetpub\vhosts\workinggrouponafghaneconomy.com\httpdocs\wp-includes\functions.php on line 5866

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *